د چيئرمين مولانا عبدالخبيرآزاد په مشرې کښې د مرکزي رويت هلال کميټې غونډه اسلام آباد کښې شوېده ۔
ربيع الاول مياشت کتو لپاره د رويت هلال کميټې غونډه اسلام آباد سره د زونل کميټوغونډې هم په خپلو خپلو سيمو کښې شويدي ۔
د مرکزي رويت هلال کميټې چيئرمين مولانا عبدالخبيرآزاد وئيلي دي چې د ملک يوې برخې نه هم د ربيع الاول مياشت په نظر راتلو شهادتونه نۀ دي موصول شوي ۔
چيئرمين مرکزى رويت هلال کميټې وئيلى چې وړومبې ربيع الاول به د جمعې په ورځ په شپږم ستمبر وي او دولسم ربيع الاول به د نهې په ورځ په اوولسم ستمبر وي ۔
د مذهبى چارو وزارت وياند وئيلى چې د زونل او ضلعي كميټو غونډې کراچۍ،لاهوراو پېښور کښې شويدي ۔
مرکزى غونډه کښې د سپارکو او موسمياتو محکمې چارواکو هم ګډون کړېدې