د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې مالي خيل سيمه کښې ترهه ګرو په مشترکه چيک پوسټ د حملې کوشش کړې ، حملې دوران دترهه ګرو او سيکيورټي فورسز ترمينځ د ډزو تبادله کښې شپږ ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې حملې دوران د ترهه ګرو خودکش حمله کښې دولس سيکيورټي اهلکاران شهيدان شويدي ۔
بنو کښي د سکيورټي فورسز په مشترکه چيک پوسټ باندي د ترهه ګرو سره د مقابلي په مهال 12 اهلکار شهيدان شوي چې پکښې لس د پاک فوج او دوه د ايف سي ځوانان شامل دي ۔
سيکيورټي اهکارو د ترهه ګرو چيک پوسټ ته د داخليدو کوشش ناکامه کړې ، چيک پوسټ ته داخليدو ناکامه کوشش پس ترهه ګرو د بارود نه ډک ګاډې د پوسټ ديوال سره جنګولې چې ورسره زروداره چاودنه شويده ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې د خودکش حملې لوجيې د ديوال يوه حصه پريوتې چې پکښې دولس اهلکارام شهيدان شوي دي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن جاري دي ،دې حمله کښې ککړ ترهه ګر او د هغوي سهولت کار به خپل انجام ته رسولې شي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د پاک د بهادر ځوانانو وطن لپاره داسې قربانۍ زمونږ عزم نور هم مضبوطوي ۔