کرمه کښې کشيدګي بيا پيدا کيدو انديښنه پيدا شوېده، بګن سيمه کښې سرکاري ګاډو باندې ترهه ګرو ډزو لوجې د کرمې ډپټي کمشنر جاويد محسود پشمول پنځه اهلکار ژوبل شويدي ۔
ژوبل شوې ډي سي علاج لپاره په فوري توګه ټل ته رسولې شوې وو، ولې بيا هيلي کاپټر کښې پيښور ته منتقل کړې شوې، وئيلي کيږې چې حالت ئې د خطرې نه بهر دې او علاج ئې جاري دې ۔
هغه ئې علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړېدي،ضلعي چارواکو ترمخه ډپټي کمشنر د څلور سيکيورټي اهلکارو سره حاجي علي علاقه کښې موجود وو چې پرې نامعلومه کسانو ډزې کړي ۔
بيرسټر سيف وائي چې د سيکيورټي انديښنو لوجې کرمې ته خوراکي سامان او دوايانې اوړونکي ګاډو قافله فې الحال ايسار کړې شويده ۔
د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د کرمې د ډپټي کمشنر او نور سيکيورټي اهلکارانو په ګاډي د ډزو د پيښې نوټس اخستې او د معاملې رپورټ ئې طلب کړېدې ۔
علي امين ګنډاپور وائي چې دې پيښه کښې ککړ ملزمانو خلاف به سخته کاروائي کولې شي، امن لوظنامې نه پس داسې پيښه د امن خرابولو کوشش دې، پيښۀ کښې هغه کسان ککړ دي څوک چې سيمه کښې امن نۀ غواړي ۔
بلخوا صدر مملکت او وزيراعظم شهباز شريف بګن کښې سرکاري ګاډو باندې د ډزو د پيښې مذمت کړې، او وئيلي دي چې کرمه امن کښې رکاوټ پيدا کونکي به چرې هم خپل مقصد کښې کامياب نشي ۔
داخله وزير محسن نقوي ،ګورنر فيصل کريم کنډي او چيف سيکرټري نديم اسلم هم د دې پيښې مذمت کړې دې ۔
کرمې کښې د ډپټي کمشنر قافلے باندې حملې په حواله تحقيقاتي ادارو ابتدائي رپورټ مخې ته راغلې، رپورټ مطابق امن لوظنامې لاندې ادويات او خوراکي څيزونو باندې مشتمل وړومبې قافله کرم ته راونه شوې وه، قافلې روانېدو نه وړاندې مذاکراتي ټيم سړک خلاصه ولو لپاره مذاکرات کولو چې څلويښت نه تر پنځوس شرخواؤ په ډپټي کمشنر جاويد محسود او سرکاري ګاډو ډزې وکړې ۔
ابتدائي تحقيقات رپورټ پوليسو او تحقيقات ادارو په شريکه تيار کړې، په قافلې حمله کښې ککړ عناصرو خلاف به سخته کارروائي کولې شي ۔
سرکاري ذرائع وائي چې د امن کميټو ګارنټې باوجود کرم کښې په ګاډو ډزې کيدل تشويشناک دې، عوام چې پټ امن دښمنان اوپيژني او هغو خلاف دې اودريږي ۔
امن کميټو يقين دهاني ورکړې وه چې امن خرابه ولو اجازت به چا ته ورنکړي شي،حملې نه صرف قافله ودرولې بلکه اولس ئي نور مشکلاتو سره مخ کړي،که داسې کارروائيانې جاري نو ادارے به پوره قوت سره ايکشن اخلي ۔