کال دوه زره څلريشتم کښې ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز آپريشنونو کښې اهمې کاميابۍ تر لاسه کړيدي ،دې کال دوران سيکيورټي فورسز نهه شپيته زره، اووه سوه پنحۀ اوويا نه سيوا انټيلي جنس بيسډ آپريشنې کړېدي ۔
پاکستان د آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير په دور کښې ډيرې کاميابۍ تر لاسه کړيدي ، آرمي چيف نه يواځې پاکستان بلکه ټوله منطقه کښې د امن و امان په ځائې کولو ته ترجيح ورکړې ده ۔
آپريشنونو کښې نهه سوه نه سيوا آپريشنې شوي چې پکښې ګنړ شمير ترهه ګر وژلي او يو شمير نيولې شوېدي ،
روان کال درې اوويا انتهائي مطلوب ترهه ګر هم وژلي شويدي ۔
دغه رنګ کامياب ملټري ډپلوميسي لوجې اهم ملکونو سره تعلقاتو کښې بهتري هم راغلې دې ۔
دې نه علاوه په سفارتي سطح هم کاميابۍ تر لاسه شوېدي او پاکستان د اهم ايس سي او کانفرنس ميزباني هم کړې ده ۔
روان کال ګنړ شمير بهر ملکي سربراهانو هم د پاکستان دورې کړي او په ځينې معاهدو لاس ليک هم شويدې ۔