ډيره اسماعيل درازنده سيمه کښې آئل ګيس ډرلنګ کمپني په کانوائے نامعلومه ترهه ګرو حمله کړېده، حمله کښې يو اهلکار شهيد او دولس کسان ژوبل شوي دي، تيره هفته هم په دغه کمپنۍ کيمپ حمله شوې وه،دغه حمله کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان شوي وو.
ډيره اسماعيل خان سب ډويژن درازنده کښې موجود نجي کمپنۍ په کانوائے ترهه ګرو حمله کړېده، د ترهه ګرو حمله کښې يو پوليس اهلکار په موقع شهيد شوے، او دولس کسان ژوبل شوي دي
ژوبل شوي علاج لپاره مقامي هسپتال ته رسولے شوي،ژوبل کسانو کښې د دوه تنانو حالت نازک ښودلے کيږي.