خيبرډيجټل سره د خبرو مهال د خيبرپختونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په وزيراعلې نيوکې کړي او وئيلي ئې دي چې وزيراعلې په تقريب کې زده کوؤنکيو دا خو وائي چې د طالب علمۍ په دور کې د کالج نه ويستلې شوے وو خو وجه ئې نه ده ښودلې چې ولې ويستلې شوے وو او دا ئې د مشرانو د تربيت نتيجه ده
نوموړي زياته کړې چې زمونږ په کورونو کې مشران خپلو کشرانو ته تربيت ورکوي او هم هغه تربيت په شخصيت کې څرګند وي
دا ئې هم وئيلي چې وزيراعلې د ميډيا لپاره کومه لهجه کاروي او دے نه علاوه په پارليمان کې، هغه د فکر وړ ده
وائي چې پيپلز پارټي خپلو ورکرانو ته هميشه تربيت ورکوي چې مونږ خبرې ډيرے د اخلاق په دائره کې کوو۔