آئي ايس پي آر وئيلي دي چې جي ايچ کيو پنډۍ کښې د چين پيپلز لبريشن آرمي يوم تاسيس دستوره شوېده
پاکستان کښې تعينات د چين سفير جيانګ زي ډونګ د دستورې مشر ميلمه وو
چين دفاعي اتاشي ميجر جنرل وانګ ژونګ، چين سفارت خانے چارواکو او د پاکستان درې واړو افواج اعلیٰ افسرانو هم په دستوره کښې ګډون کړېدې
آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير د ګرانو ميلمانو هرکلے کښې او پي ايل اے ته اومبارکي ورکړېده
آرمي چيف وئيلي چې د پاکستان او چين تعلقات غير معمولي دي، دواړو ملکونو اسټريټجک ماحول کښې هميشه د يو بل مرسته کړېده
آرمي چيف اووئيل چې پاک پوځ او پيپلز لبريشن آرمي ترمينځ مضبوط تعلقات دي، دواړو ملکونو فوج دوه اړه خيزه فوجي تعاون جاري ساتلې دې
په دې موقع چين سفير د آرمي چيف شکريه ادا کړې،او وئيلي دي چې پاک فوج هميشه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې ټولو مخکښې پاتې شوېدې، چيني سفير مخکښې وئيلي چې پاک فوج په منطقه کښې د امن او استحکام لپاره لوئې قربانۍ ورکړېدي، يو طاقت هم د پاکستان او چين ملګرتيه او دواړو ملکونو فوج ترمينځ وروروالي نشي ختمولې