نګران وزير خارجه جليل عباس جيلاني وئيلي دي چې پاکستان د اسرائيل تسليمولو هيڅ اراده نۀ لري او په دې حقله پاکستان يو مستقل موقف لري، پاکستان د نورو هيوادونو تقليد نۀ بلکه د قامي مفاداتو په بنياد فيصلې کوي، زمونږ لپاره د کشمير او فلسطين مسئله يو شان اهميت لري، جليل عباس اووئيل چې افغان عبوري حکومت مونږ ته يقين دهاني راکړې وه چې افغان خاوره به د چا خلاف نۀ استعماليږي
وزارت خارجه کښې خبري کانفرنس د وينا پر مهال نګران وزير خارجه جليل عباس جيلاني وينا وه چې فلسطنيانو ته د خپلواکي حق ميلاويدل پکار دي،د مسئله فلسطين واحد حل آزاد رياست دې ، پاکستان د اسرائيل تسليمولو هيڅ اراده نۀ لري او په دې اړه د پاکستان موقف ډير واضحه دې
وزير خارجه اوئيل چې پاکستان کښې د تيرو څو هفتو دننه چې د ترهګرۍ کوم واقعات شوي دي،په هغې باندې د پاکستان پشمول ټوله نړۍ تشويش لري،د افغان خاورې نه چې په پاکستان کښې کوم بريدونه کيږې د هغې مخنيوي کول د افغانستان عبوري حکومت ذمه واري ده،
جليل عباس جيلاني زياته کړه چې افغان عبوري حکومت مونږ ته يقين دهاني راکړې وه چې افغان خاوره به د چا خلاف نۀ استعماليږي، مونږ هيله کوو چې افغان عبوري حکومت به خپلې وعدې پورا کوي