سپريم کورټ ټرائل عدالتونه نيب ريفرنسز باندې حتمي فيصله اورولو نه منع کړيدي، نيب تراميم فيصلې خلاف انټراکورټ اپيل کيس ئې د پريکټيس اينډ پروسيجر ايکټ تفصيلي فيصلې سره مشروط کړيدې.
چيف جسټس قاضي فائز عيسې په مشرې کښې د سپريم کورټ پنځه کسيزه بينچ د نيب تراميم خلاف انټراکورټ اپيل سماعت کړېدې
عدالت په خپل حکم کښې وئيلي دي چې نيب تراميم کيس سماعت به د پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ کيس تفصيلي فيصلې وروستو کوؤلې شي
چيف جسټس ريمارکس ورکړي چې دا خبره صحيح نۀ ده چې ګني د نيب تراميمو نه څوک مستفيد شوې وي، د نيب تراميم په ذريعه څوک بري شوي هم نۀ دي، صرف د مقدماتو فورم بدل شويدي
وکيل فاروق ايچ نائيک عدالت ته وئيلي دي چې پۀ پنځويشتم مئي د نيب دريم ترميم هم منظور شوې وؤ ولې د عدالتي فيصلې لوجې د دريم ترميم اثر ختم شويدي، په دې چيف جسټس اوئيل چې فيصله کښې دوه تراميم کالعدم کړې شوې ولې دريم ترميم جائزه نۀ ده اخيستې شوې
فاروق ايچ نائيک وئيلي دي چې د پريکټيس اينډ پروسيجر ايکټ سيکشن فور اطلاق کۀ چرې اوشو نو د نيب تراميم کيس به پنځه رکني بينچ دوباره اوروي، ددې وروستو عدالت نيب تراميم فيصلې خلاف انټرا کورټ اپيل سماعت د پريکټيس اينډ پروسيجر ايکټ تفصيلې فيصلې سره مشروط کړيدې او حکم ئې جاري کړې چې احتساب عدالتونه دې د نيب ريفرنسز باندې فيصله اورولو نه فې الحال ډډه اوکړي