يکم نومبر نه غير قانوني بهر ملکيانو خلاف ملک پرپښودو ډيډلائن نه پس کريک ډاون جاري دے ، د ملک مختلف علاقو کښي د بے اسناده افغان کډوالو د سهولت لپاره ټرانزټ کيمپونه جوړ کړے شوي ، په مجموعي توګه تر اوسه پوري يولک ، پينځه اويا زره غير قانوني افغان کډوال خپل هيواد ته واپس شوي.
د پاکستان نه د غير قانوني افغان کډوالو خپل هيواد ته د ستنيدو سلسله کښي تيزي راغلي، هره ورځ په زرګونو شميره کښي افغان کډوال خپل هيواد ته ځي ، تيره ورځ د طورخم او چمن بارډر د لاري دولس نيم زره نور افغان کډوال تلي ، ترو اوسه پوري په مجموعي توګه يولک ، پينځه اويا زره غير قانوني کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي ۔
بلخوا ټول ملک کښي د غير قانوني بهر ملکيانو خلاف کريک ډوان جاري دے ، د سنده او پنجاب غير قانوني کډوال متعقله اداري وړومبي عارضي کيمپونو ته منتقل کوي او بيا د نادرا اسکينګ پس طورخم او چمن بارډره په د لاري افغانستان ته رسولے شي ۔