د آئي سي سي ورلډ کپ دوه زره درې ويشتم کښې ناکامې ورستو د بابراعظم کپتاني ختم شوې، سرچينې وائي چې بورډ بابراعظم د کپتانې نه لرې کولو فيصله کړې، بابراعظم به ټيسټ، ون ډے او ټي ټوئنټي کښې د لوبغاړې په توګه لوبيږي، شان مسعود او شاهين آفريدي د کپتانې لپاره مضبوط اميدواران دي.
د سرچينو ترمخه آئي سي سي ورلډ کپ دوه زره درې ويشتم کښې د ناکامې ورستو بابراعظم کپتاني ختم شوېده، بورډ بابراعظم د کپتانې نه لرې کولو فيصله کړېده، بابراعظم که کپتانې نه استعفې ورکړه نو بورډ به هغه استعفي منظوره کړي
سرچينې وائي چې پاکستان د بابراعظم په کپتانې کښې آئي سي سي، ايشين کرکټ کونسل يو ټائټل نه دې ګټلې، بابراعظم به ټيسټ، ون ډے او ټي ټوئنټي کښې د لوبغاړې په توګه لوبيږي
سرچينې زياتوي چې آسټريليا دوره کښې شان مسعود د ټيسټ کپتان او نيوزي لينډ دوره کښې د ټي ټوئنټي ټيم مشرې لپاره شاهين آفريدي مضبوط اميدواران دي، شاهين آفريدي به راتلونکې کال د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډکپ کښې د قامي ټيم مشري کوي
څرګنده دې وي چې بهارت کښې روان د کرکټ ورلډکپ کښې قامي ټيم سيمي فائنل ته هم نه وو راسېدلې، ټيم نهه ميچونو کښې پينځه ميچونه بائيللي دي.