هنګو دوآبه کښې هم د پيغمبر پاک صلي الله عليه وسلم د ولادت په ورځ په جومات دننه خودکش چاودنه شوې چې پکښې د يوپوليس اهلکار په ګډون پينځۀ کسان په حق رسيدلي او نور دولس پکښې ژوبل شوي،ډي آئي جي او کورکمانډر پيښور د موقعے دوره کړي،حکام وائي چې دپوليسو په تانړه کښې دننه جومات په نښه کړے شوے،چارواکي وائي چې د جومات ټارګټ کولو لپاره دوه خودکش حمله آور راغلي وو چې يو پکې پوليسو ويشتے دے ولې بل جومات کښې دننه ځان الوځولے،د چاودنې ورستو د جماعت وداني په مکمله توګه راپريوتي ،