نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چي په کال نورلس سوه اته اتيا کښې د پوليو نه د بچ کيدو مهم آغاز شوي د کوم لپاره چي مونږ ټول يو موټے يو ۔ نګران وزيراعظم د دي خيالاتو اظهار د انسداد پوليو عالمي ورځي په مناسبت تقريب ته خطاب کښې کړے ۔
نګران وزير اعظم تقريب ته خطاب کښي وئيلي دي چي پوليو ورکرانو او سيکيورټي اهلکارانو خپل فرض ادا کولو سره د خپل ژوند قربانياني ورکړي دي نګران وزيراعظم انسداد پوليو مهم کښې د پوليو ورکرانو او د قانون نافذکونکو ادارو کردار د ستائني وړ ګرځولي دے ۔ نګران وزيراعظم اوئيل چي پاکستان خپل ترقياتي شراکت دارو سره په ګډه د انسداد پوليو او د مور او د ماشوم په صحت باندي کار کوي ۔ ده زياته کړه چي د پوليو سره د معاشري نه ټولي منفي رويو خاتمه زمونږ ړومبنۍ ترجيح ده ۔ د پوليو څاڅکي ورکولو لپاره به هر ماشوم ته رسيدل ئي