ميانوالي ايئر بيس باندې د ترهه ګرو حمله کښې د غير ملکي وسلې استعماليدو انکشاف شويدې،د وژلې شوې ترهه ګرو قبضې نه غير ملکي وسله برآمد شويده، ماهرينو وئيلي چې برآمد شوې وسله د امريکې جوړه شوې وسله ده، چې پکښې ايم فور، اے کے سيون فور، آر پي جي سيون، ايم سکسټين، او اے فور وسله شامله ده ،ماهرينو دا هم وئيلي چې افغانستان کښې د امريکې وسله بازرونوکښې خرڅيږي، او ترهه ګرو ته دغه وسله ښه په آسانۍ ميلاويږي، او بيا ئې پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو لپاره استعمالوي.
تفصېلاتو مطابق تيره ورځ ميانوالي کښې په ايئر بيس باندې شوې د ترهه ګرو حمله کښې استعمال شوې وسلې په اړه ماهرينو انکشاف کړيدے چې دا وسله د امريکې جوړ ده
ماهرينو وئيلي چې دغه وسله دافغانستان په بازارونو کښې آسانۍ سره ميلاويږي ،او د امريکې جوړه دغه وسله ترهه ګر پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو دوران استعمالوي
دوي دا هم وئيلي چې افغانستان نه د امريکې انخلا نه پس ترهګر نه صرف ،د امريکې جوړه وسله پاکستان کښې ترهه ګرۍ پيښو کښې استعمالوي،، بلکه دې لپاره د افغانستان زمکه هم استعماليږي
ماهرينو ترمخه دې نه وړاندې ژوب کنټونمنټ حمله کښې هم ترهه ګرو،،د امريکې جوړه وسله استعمال کړې وه