نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې ملک کښې په يو سياسي ګوند بنديز نيشته او نه يو سياست ګوند غير قانوني ګرځولې شوې، کوم ليول پليئنګ فيلډ دې چې نګران حکومت ئي يقيني کړي، د انتخاباتو تاريخ اعلان اتفاق رائے سره شوې، ځائي او نړيوال مبصرين به د انتخاباتو نګراني کوي، د ملک معيشت باندې مثبت اثر پريوتې، بيروني قرضو کښې څلور زره اربه روپو فرق راغلې.
په يو مرکه کښې وزيراعظم انوار الحق کاکړ اوئيل چې د اليکشن تاريخ اعلان اتفاق رائے سره شوېدې، د انتخاباتو تاريخ اليکشن کميشن ورکړېدې، د انتخاباتو کولو اختيار د اليکشن کميشن دې، که چرې اليکشن کميشن د صدر مملکت سره مشاورت کول غوړي نو ضرور کول پکار دې او دغه اليکشن کميشن هم کړېدې
هغه اوئيل چې ټولو سياسي ګوندونو ته جلسو، ريليو ويستلو اجازت دي خو د جلسو او ريليو لپاره متعلقه ضلعي انتظاميه نه اجازت اخېستل پکار دې، ځائي او نړيوال مبصرين به د انتخاباتو نګراني کوي، که څوک دنګا فساد يا څه بل الزام کښې بنديز سره مخ دي نو دغه لرې کولو طريقه هم نظام کښې موجود دې
انوار الحق کاکړ زياته کړه چې ملکي معيشت ښه شوېدې، د روپې په قدر کښې بهتري راغلې ده، د بيروني قرضو کښې څلور زره روپو پورې فرق راغلې دې، د افراد زر او خوراک څيزونو په قيمتونو کښي کمې راغلې دې، زمونږ مارکيټونه د اسمګل څيزونو نه ډک وو، کارروائي لوجې ځائے کمپنو آرډر اخېستل شروع کړېدي#