مستونګ کښې افسوسناک پيښه مخې ته راغلې، الفلاح روډ باندې واقع مدينه مسجد سره نږدې ځانمرګي چاودنه شوې چې پکښې لږ تر لږه 45کسان شهيدان او پنځوست نه سيوا ژوبل شويدې، چاودنه کښې ډي ايس پي سټي نواز ګشکوري هم شهيد شوې، د مستونګ په هسپتالونو کښي ايمرجنسي نافذ کړې شويده،بلوچستان حکومت د درې ورځي سوګ اعلان کړيدې
بلخوا صدر او نګران وزيراعظم د چاودني سخته غندنه کړي، پيښه کي درنه مرګ ژوبلي باندي ي د ژور غم او افسوس اظهار کړي، نګران وزيرداخله سرفراز بګټي ويلي چي ژوبل کسانو ته د غوره طبي سهوليات په اړه مي احکامات جاري کړي، په هيچ صورت کي به دهشتګرد خپل عزائم کي کاميابيدو ته پرينګدو
مستونګ دهماکي کي درنه مرګ ژوبلي باندي د نګران حکومت او صدر علوي ردعمل راغلي، صدر علوي د پيښي سخت مذمت کړي، نګران وزيراعظم لخوا جاري شوي بيان کي مرګ ژوبلي باندي د ژور غم او افسوس اظهار شوي، وزيراعظم د شهيد شوي کسانو د لواحقينو سره د افسوس اظهار کړي، بلخوا نګران وزيرداخله سرفراز بګټي ويلي چي حکومت به د ژوبل کسانو درملني لپاره خپل ټول وسائل پکار راولي، هيچ کله به ترهګر خپل عزائم کي کامياب نشي