غزه باندې اسرائيلي جارحيت نن په دوه ديرشمه ورځ هم جارې وو،اسرائيلي بمبارۍ کښې شپږ پنځوس جماعتونه شهيدان شوي، يو سل دوه ويشت سکولونه او په زرګونو رهائشي ودانې تباه شويدې ، بلخوا تيرو څلريشتو ګنټو دوران اسرائيلي حملو کښې څلور سوه دوه پنځوس فلسطينيان وژلې شوي، د شهيد فلسطينيانو مجموعي شميره لس زرو نه سيوا شويده.
غزه حکومت ميډيا آفس بيان مطابق اسرائيلي بمبارۍ لوجې اوسطا هر منټ کښې يو تن ژوبل او هر ګهنټه کښې پنځلس مړي هسپتالونو ته راوړۍ کيږي، دغه تنانو کښې اوسطا پنځه زنانه او شپږ ماشومان شامل وي
دغه رنګ د غزه لګ بهګ اوويا فيصد آبادي اسرائيلي بمبارۍ لوجې بے کوره شوېده،اووم اکتوبر نه تراوسه پورې اسرائيل لخوا ديرش زره ټن بارود په غزه کښې غورځولے شويدي، چې ورسره اوسطا هر سکوائر کلو ميټر باندې اتيا ټن بارود استعمال شويدې
دې دوران پنځوس فيصده هسپتالونه او دوه شپيته طبي مرکزونه بمبارۍ او ايندهن ختميدو لوجې بند شويدې ،دوه لکه دوه ويشت رهائشي ودانې اسرائيلي بمبارۍ لوجې متاثره شوي،چې پکښې لس زره په مکمله توګه تباه شويدي،دوه سوه دويشت سکولونه ،شپته نور تعليمي ادارې ،او اته اتيا سرکاري ودانې تباه شويدې
بيان کښې وئيلې شوي چې اسرائيلي جارحيت لوجې يو سل دوه نوي جماعتونه ته زيان رسيدلې چې پکښې شپږ پنځوس جماعتونه شهيد شوي، دې سره سره درې ګرجاګر هم تباه شويدي