د پاکستان په معاشي صورتحال کښې د بهترۍ علامات مخي ته راتلل شروع شوي دي ۔ سټيټ بينک لخوا د پاکستان د معيشت سالانه رپورټ جاري کړے شوي دے په کوم کښي چي معاشي صورتحال کښې د بهترۍ علامات په ګوته کړي شوي دي.
د تفصيلاتو تر مخه رپورټ کښې وئيل شوي دي چي کال دوه زره دريويشتم دوران معيشت ته يو شمير چيلينجونه مخي ته راغلي ۔ سيلاب له وجي معاشي سرګرمياني ډيري متاثره شوي ۔ غير يقيني عالمي اقتصادي او مالي صورتحال په يو شمير شعبو باندي اثراندازا شوي دي ۔ ولي اوس معاشي صورتحال کښې د بهترۍ علامات شروع شوي دي
سټيټ بينک رپورټ کښي وئيلي شوي چه پاکستان آئي ايم ايف نه د دري ارب ډالر اغستوکښې کامياب شوے دے ۔ بيروني شعبو ته مستقبل کښې راتلونکي خطري کميدو کښې مرسته ترلاسه شوي ده ۔ د رپورټ تر مخه په مالي کال دوه زره څليريشتم کښې ګراني د شل فيصد نه تر دوه ويشت فيصد کيدو توقع ده
رپورت مطابق د درآمداتو په اړه د ترجيحي فيصلو په بنياد حالات بهتر کيږي