د بي اين پي عوامي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي اسد بلوچ وئيلي دي چې د بلوچستان بجټ اولسي نه بلکه دا پي ايس ډي پي فارم وڅلوېښت سره تعلق لري. چې دکوم په خلاف به عدالت ته ضرور ځم.
د صوبائ اسمبلۍ غړي اسد بلوچ ويلي دي چې فارم وڅلوېښت پي اېس ډي پي نه منو . څوک چې دې خاورې سره مینه لري، مونږ ټول یو هدف لرو. مونږ د غلامۍ نه پاک بلوچستان مینه وال ېو ، اسد بلوچ وويل ، چې د نواب اسلم رئیساني په هڅو د این ایف سي ایوارډ له لارې یو څه ښه کار شوي دي د پاکستان په ائېن کې صاف لکلي دي چې د این ایف سي ایوارډ غونډه به هر پنځه کاله وروسته رابلل کیږي. د این ایف سی ایوارډ غونډه نه کول نه صرف د آئین خلاف ورزی ده بلکه د وفاق ناکامی هم ده. تر دې وړاندې د سیمې په لحاظ د بلوچستان برخه وېشل شوې وه، د بلوچستان اسمبلۍ غړي اسد بلوچ وايي چې، پنجاب په سرشمېرنه کې په جعلي ډول نفوس زیات کړی دی. په وفاقي بجټ کې د آبادۍ له امله فنډونه ورکول کېږي . او بیا د پنجاب د وزیراعظم په وجه د بجټ ډیره برخه په پنجاب کې لګول کیږي. دا وطن لکه ځنګل دی، قانون نشته، استحصالي نظام روان دې . د مرکز بجټ د آئ ايم اېف لخوا جوړ شوی دی، د خزانې وفاقي وزیر پخپله اعتراف کړی چې په بجټ کې د اتهه زره اربه روپو خساره ده.
اسد بلوچ وويل چې د سي پېک لومړۍ مرحله شپږ پېنځوس ملیارده ډالره چې د بلوچستان د پرمختګ لپاره وو. اسدبلوچ وويل چې که تاسو په بلوچستان کې سوله غواړئ، د سی پیک دوهم پړاو باید له ګوادر څخه پیل شي.
اسد بلوچ وويل چې د آئين مطابق بجټ د پي اينډ ډي ار لخوا جوړيږي خو دا ځل بجټ وزيراعلي سيکرټريټ کښې جوړ کړے شوے دے۔ د بلوچستان وزيراعلي سرفراز بګټي د خپلې حلقې لپاره شپاړس اربه روپۍ ځانګړې کړې دي. د خزانې صوبائي وزير شعيب نوشيرواني د خپلې حلقې لپاره د اووه اربه روپو سکيمونه ترتيب کړي دي۔