دافغانستان دبهرنیوچارو وزير امیرخان متقي وائي چې دافغانستان موجوده امارات اسلامي حکومت دیو شمېر ملکونوسره سفارتي تعلقات لري او دا اړیکې ورځ تر ورځه سيوا کيږي، دا خبري امیر خان متقي د ماسکو دمرکزي جومات امام رویل عین الدین سره د ملاقات په موقع کړي
دافغانستان دعبوري حکومت خارجه وزير امیرخان متقي چه دماسکو فارميټ غونډه کښي شرکت لپاره داعلي کچ وفد سره روس ته تللی، وائي چې دا وخت په افغانستان کښي امنیت قائم شوي اود طالبانو حکومت په حواله د نړۍ اندېښنې هم حل شوې دي
دروس دبهرنیوچارو وزارت مطابق افغان وزيرخارجه سره دملاقات دوران دماسکو جامع مسجد امام عین الدین په روس کښي دمسلمانانواو مذهبي مرکزونو په اړه تفصيلات شريک کړل اوهم دغه رنګ ئي د اسلام، دمقدس مقاماتوداحترام اوروس کښي د مسلمانانوپحقله دعدم امتياز په اړه د ماسکو په پالیسۍ هم خبرې کړي
بلخوامتقي دروس صدر ولادی میر پوټین مشير روسلان ادلګیریف سره په ملاقات کښي ددواړو هېوادونوترمينځه دسیاسي اواقتصادي تعلقاتو په مضبوطيا اودتجارت په شعبوکښي عملي ګامونوپورته کولوزور راوړو
دبهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي ماسکو ته دخپل سفر په موقع په روس کښي دافغانستان سفارت خاني دوره هم کړي
ديادونې وړ ده چه دافغانستان په اړه دماسکو فارميټ غونډه سبا له دروس ښار کازان کښي رابللي شوي، د افغانستان په حواله دماسکو فارمټ دي غونډه کښي به د روس ، پاکستان، بهارت ، چين ، ايران او وسطي ايشائي ملکونو قازقستان ، کرغزستان ، تاجکستان ، ترکمانستان او ازبکستان خصوصي نمائيندګان ګډون کوي