د خپل ځان نه زيات مې په خپل ټيم اعتماد دې، د کپتان بابر اعظم پريس کانفرنس ته وينا، وائي چې هم دغو لوبغاړو قامي ټيم نمبرون جوړ کړې وو او هم دغه لوبغاړي به ميچونه ګټي.
قامي کرکټ ټيم کپتان بابراعظم وئيلي چې ماته پته ده چې کوم لوبغاړې ما د پاره او د ملک لپاره فائټ کولے شي،
بابر اعظم وئيلي چې بهارت کښې د لوبې په اړه په مونږ هيڅ دباؤ نشته،ورلډ کپ لپاره مو بهر پور تياريانې کړې، کوشش به کوو چې بطور ټيم خه کهيل وړاندې کړو او ټرافي په خپل نوم کړو.
کپتان اوئيل چې چيف سليکټر انضمام الحق او کوچ مکي ارتهر په مشاورت سره مو حسن علي منتخب کړې ځکه چې هغه سره تجربه ده.
بابراعظم زياته کړه چې زمونږ سپينرز ډير خه دي، دا منم چې پرفارم ئي خه نه دې کړې، خو داسې هم نه ده چې هغه خه نه دي.