نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې بهارت په خطه کښې عدم استحکام او تصادم ته هوا ورکوي، پاکستان د يو ذمه دار رياست په توګه مخې ته راغلې، د عالمي امن لپاره به پاکستان خپل کردار ادا کوي، ملک په معاشي توګه مضبوطولو لپاره به نور هم اقدامات پورتا کوؤ.
دا څرګندونې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټيوټ زير اهتمام مارګله ډائيلاګ تقريب ته خپله وينا کښې کړيدي
په دې موقع نګران وزيراعظم بهارت کښې د اقليتونو استحصال متعلق ډوزيئر هم لانچ کړيدې او وئيلي دي چې بهارت کښې تاريخي جوماتونه د حملو په زد کښې دي، په سلګانو جوماتونه او چرچونه سوزولې شويدي
نګران وزيراعظم اوئيل چې د ترقې لپاره د بنيادي ډهانچې تعمير د وخت اهم ضرورت دې، د رائے عامه جوړولو لپاره حکومتونه کردار ادا کوي، د مستقبل چيلنجونو مقابله کوؤلو لپاره به ځان تيار ساتل وي
انوارالحق کاکړ مخکښې اوئيل چې غزه کښې د اسرائيل بربريت مثال نۀ ميلاويږي، د بے ګناه فلسطينيانو وژنې هيڅ جواز نۀ جوړيږي، نړې له د امن قيام لپاره خپل کردار ادا کوؤل لازمي دي.