د امريکي کرنسې کښې يو ځل بيا اضافه شوي، ډالر پينځه څلويښت پيسے ګران شوي، انټربينک کښې ډالر دوه سوه يو اتيا روپے ته رسيدلے.
د کاروباري هفتے په وړومبې ورځ د ډالر په قيمت کښې اضافه ليدلے شوي، انټر بينک کښې ډالر نرخ کښې پينځه څلويښت پيسے اضافه شوې، دا محال انټربينک کښې ډالر دوه سوه يو اتيا روپے باندې ټريډنګ کوي،
بلخو سټاک ايکسچينج کښې هم مثبت رجحان دې، هنډرډ انډيکس کښې څلور سوه اوه ديرش پوائنټس اضافه شوي، سټاک ايکسچينج کښې هنډرډ انډيکس يوپنځوس زره درې سوه يو اتيا ته رسيدلے