د اسرائيل په غزه بمبارۍ جاري،اسرائيل د غزه د ټولو لوے الشفااسپتال باندې حمله کړې،او اسرائيلي ټينکس کمپليکس کښې داخل شويدي، بلخوا حماس د اسپتال حملې ذمه وار د امريکې صدر جوبائيډن ګرځولے دې ،دې نه وړاندې وائټ هاوس وئيلي وو چې حماس په غزه الشفا اسپتال کښې يو کمانډ اينډ کنټرول سينټر جوړ کړېدې،حماس هلته وسله ذخيره کړېده.
عرب ميډيا مطابق اسرائيل دعوي کړې چې انټيلي جنس معلوماتو په بنياد دحماس خلاف ټارګټ آپريشن کړېدې ،بلخوا حماس د اسپتال حملې ذمه وار د امريکې صدر جوبائيډن ګرځولے دې ،حماس مطابق اسرائيل ته د دې حمله ګرين سګنل د وائټ هاوس نه ميلاؤ شوې وو، وئيلي وو چې حماس په غزه الشفا اسپتال کښې يو کمانډ اينډ کنټرول سينټر جوړ کړېدې،حماس هلته وسله ذخيره کړېده
وئيلي کيږي چې الشفا اسپتال کښې شپږ سوه پنځوس مريضان ،زرو پورې طبي عمله او پنځه نه تر اووه زره پورې پناه ګزين موجود دي ،ترجمان الشفا اسپتال وائي چې د اسرائيل فوج شفا اسپتال بيسمنټ ته ورغلې او د بيسمنټ تلاشي ئې اغستې ده
دغه رنګ اسرائيلي فوج غزه کښې د حماس پارليمنټ او نور سرکاري ادارو باندې قبضې دعوي کړې،بلخوا حماد د اسرائيلي فوج دعوے مسترد کړي، وائي چې خالي او وړاندې نه تباه شوې ودانو باندې قبضې دعوي کول د فتح ناکام کوشش ظاهروي