د پیښور پولیسو د پیښور صدر نه د تاوان لپاره اغوا کړی شوی کروړ پتي تاجر اکرام بازیاب کړی او دوه اغواکار نیولی ائی جی پولیس ته نه یوازی شاباش ورکړی بلکه د پولیس پارټی لپاره نقد انعام او توصیفی اسناد ورکولو اعلان کړی
د تفصيلاتو ترمخه د پیښور صدر حسنیه امام بارګاه سره جوخت کاروباری شخصيت اکرام د بده په ورځ په رنړا ورځ اغوا کړی شوی د هغوی خوشی کولو لپاره پنځه لکه ډالر تاوان غوښتلي شوی وو پولیسو هغوی د اغوا کیدو نه یو ورځ پس بازیاب کړی دوه ملزمان نیولی شوی د اکرام اغوا کولو په وخت سی سی ټی وی فوټیج سوشل میډیا باندی وائرل شوی د تښتولی شوی تاجر عمر اتیا کاله ښودلی کیږی د بازیابی نه پس ایس ایس پی اپریشن کاشف افتاب عباسی د هغوی کور ته ورغلی او هغوی سره ملاقات کړی انسپکټر جنرل پولیس اختر حيات ګنډاپور پور په بازیابی کښې اهم کردار ادا کولو باندی پولیس پارټی لپاره نقد انعامات اعلان کړی