ماډل ټاؤن لاهور کښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کښې د پارټۍ اعلیٰ پائې غونډه شوي ۔
جلاس کښې وزيراعظم شهباز شريف،نائب وزيراعظم اسحاق ډاراو وزيراعلیٰ پنجاب مريم نوازپشمول وفاقي او وصوبائي وزيران او دپارټۍ اعلیٰ عهديدارن شريک شوي ۔
مشاورتي اجلاس کښې دجنرل فيض حميد ګرفتارۍ موضوع هم زير بحث راغلې ۔
په دې موقع د مسلم ليګ ن صدر نواز شريف د خپلې پارټۍ مشران دسابق ډي جي آئي ايس آئي ليفټيننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد فوجي تحويل کښې د اخيستومعامله باندې بيان بازۍ نه منع کړيدي نوازشريف اووئيل چې دا د فوج اندروني معامله ده ، دن ليګ دې سره هيڅ سروکار نيشته
د نوازشريف وينا وه چې دګرانې بجلۍ بلونو د اولس لپاره ناقابل برداشت دي ۔
پخواني وزيراعظم مخکښې اووئيل چي دا اوس زمونږ د حکومت دصلاحيتونو امتحان دې چې عوام ته څنګه ريليف ورکول پکار دي ۔
سابق وزيراعظم اووئيل چې زمونږ حکومت ملک د ډيفالټ کيدونه بچ کړي او اوس عوام ديواليه کيدو نه بچ کول زمونږ د ټولو شريک امتحان دې ۔