د امارات اسلاميه افغانستان نائب وزيراعظم برائے اقتصادي امور ملا عبدالغني د ايران وزيرخارجه حسين امير عبدالله هيان سره ملاقات کړې، ملاقات کښې دواړو مشرانو سياسي او اقتصادي امورو باندې تبادله خيال کړې.
په دې موقع ملا عبدالغني وئيلي چې تاريخي لحاظ سره ايران او افغانستان دوه ملګري او ګاونډي ملکونو پاتې شوي،دواړو ترمنځ خه سياسي، اقتصادي او ثقافتي تعلقات دي او دغه اړيکو ته وده ورکول ضروري دي،
هغه زياته کړه چې افغانستان د ايران په ذريعه د افغان برآمدات او درآمدات زياتول غواړي، ځکه مونږ غواړو چې ايران دې په دې لړ کښې ضروري ګامونه پورته کړي،
د ايران وزيرخارجه د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت ته وده ورکولو او درآمدات او برآمدات لپاره د سهولتونو ورکولو مطالبه کړې
دې نه علاوه ملاعبدالغني د ايران سپريم نيشنل سيکيورټي کونسل مشر علي اکبر احمديان سره هم ملاقات کړې، دواړو ترمنځ بيلا بيلو امورو باندې تبادله خيال شوې