سيکيورټي اهلکارو د بلوچستان ژوب سيمه کښې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان د حملې کوشش ناکامه کړې،آئي ايس پي آر ترمخه سمبازه سيمه کښې پاکستان ته د پولې هغه اړخ نه د شرخوښو داخليدو مخه نيولي شويدي،ترهه ګرو سره ډزو تبادله کښې څلور سيکيورټي اهلکار شهيدان او جوابي کارروائۍ په مهال درې ترهه ګر وژلي شويدي
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د بلوچستان ژوب ضلع کښې پاک افغان علاقې سره نزدې په پاکستان د دراندازۍ کوشش ناکامه کړي شوېدے
بيان ترمخه د کالعدم ټي ټي پي ترهه ګرو پاکستان علاقو ته د داخليدو کوشش کولو ولې د سيکيورټي اهلکارو موثره کارروائې لوجې دغه کوشش ناکامه کړي شويدے
بيان کښې زياته کړي شويده چې ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې حوالدار ستار، لانس نائيک شيراعظم،لانس نائيک عدنان او سپاهي نديم شهيدان شويدي
د سيکيورټۍ فورسز کارروائۍ دوران درې ترهه ګر هم وژلي شويدي