د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين سائفر کيس کښې ټرائل کورټ لخوا فرد جرم عائد کولو کارروائي سپريم کورټ کښې چيلنج کړي ده ۔ د پي ټي آئي چيئرمين وکيل حامد خان په زريعه درخواست دائر کړے دے ۔ درخواست کښې وئيلي شوي دي چي عدالت د سپيشل کورټ فرد جرم د دريويشتم اکتوبر حکم نامه ې د آئين و قانون خلاف اوګرځولي شي او د اسلام آباد هائيکورټ د شپږويشتم اکتوبر حکم نامه دي هم کالعدم اوګرځولي شي.
وکيل حامد خان په زريعه دائر درخواست کښې موقف اختيار کړے شوے دے چي د مخالفينو لخوا درخواست ګزار نه سياسي انتقام اغستلي کېږي د دي سياسي انتقام دائره د درخواست ګزار سياسي جماعت او اتحاديانو پوري خپور شوي دے ۔ درخواست کښې وئيلي شوي دي چي درخواست ګزار نښه کولو باندي عدالت خبرول ضروري دي ۔ درخواست کښي وئيلي شوي دي چي د ټولو نه لوئي سياسي جماعت سربراه کيدو باوجود د درخواست ګزار خلاف تقريبا دوه سوه مقدمي جوړي کړے شوي دي د کوم مقصد چي درخواست ګزار سياسي توګه باندي تنها کول دي ۔ درخواست کښې وئيلي شوي چي رياستي مشينري جعلي مقدمات جوړولو لپاره او قابل اعتراض مقصد لپاره استعماليږي ۔ درخواست کښې دا هم وئيل شوي دي چي د درخواست ګزار په معامله ايف آئي اے کښې د آزادۍ او انصاف پسندۍ کمې په نظر راځي درخواست کښې استدعا شوي ده چي د درخواست ګزار خلاف پورا ټرائل غير قانوني او د اختيار دائري نه وتے ۔