دافغانستان بغلان ولایت په یوه جومات کښي د جمعې مانځه دوران چاودنه شوې ، وئيلي کيږي چه داچاودنه خودکش وه چه پکښي لږ تر لږه وولس کسان په حق رسيدلي اوګڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي ، ميډيا رپورټس وائي چه دغه چاودنه دبغلان ولایت په مرکز پل خمري ښار کښي د شیعه ګانو په امام زمان جومات کښي شوې.
ميډيا رپورټس ترمخه دافغانستان شمالي ولایت بغلان کښي داچاودنه دپلخمري ښار په امام زمان جومات کښي دجمعې مونځ دوران شوې ده
دچاودنې روستودسماجي رابطو په ويب سائټس يوه ويډيوخپره شوي چه پکښي ليدلي شي چه دجومات په سور قالين دمختلف څيژونو ملبه پرته ده اوانساني جسدونه په کفن کښي ښودل شوي
طالب چارواکو د پېښې تفصيلات نه دي شريک کړي ولي یوې سرچینې وئيلي چې داچاودنه دپل خمري په چارباغ سیمه کښي شوي چې دشیعه ګانو اکثريتي سيمه ده ، په دې خونړۍ چاودنه کښي يوشیعه دیني عالم سید باقر هاشمي دوژني هم اطلاعات دي
وئيلي کيږي چي په دې چاودنه کښي لږ تر لږه وولس کسان په حق رسيدلي او لسګونه نور ژوبل شوي هم دي، ولي تردي دمه ددي تصديق نه دي شوي
په سمدستي توگه د چاودني ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې، ولي امکان شته چې ددي پړه دداعش ډلې په غاړه واچول شي،چا چې يو شمير لوئي بريدونو کښي دافغانستان اقلیت شیعه ګان په نښه کړي دي