اسلام آباد(ډيسک رپورټ)خېبرپښتونخوا کښې د صوبائي وزير شکيل احمد استعفیٰ او د رامخې ته شوي کرپشن خبرونو وروستو سياسي اختلافات نور زيات شويدي ۔
ذرائعو مطابق د وزيراعلیٰ او د پي ټي آئي صوبائي مشرانو ترمينځ اختلافاتو خبرونو کښې اضافه هاغه مهال نوره سيوا شوې چې کله د اسمبلۍ رابللې شوې اجلاس اوځنډولې شو ۔
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ګل په ورځ کيدونکې غونډه د سپيکر په وينا د اګست شپږویشتمی نیټې پورې ځنډولې شويده ۔
ذرائعو وئيلي چې د اسمبلې اجلاس ته کابینې څخه مستعفي شوې وزیر شکیل احمد خطاب کولو او خپل خطاب کښې به ئې د مستعفي کيدو او کرپشن شکاياتو لپاره جوړې شوې کميټۍ په اړه تفصيلاتو نه د اسمبلۍ اراکين خبرول ۔
ذرائعو مطابق شکيل احمد ته خطاب موقع نه ورکولو لپاره د صوبې يو اهم ترين شخصيت په خصوصي هدايت د اسمبلۍ غونډه ځنډولې شوې ده ۔
خېبرپښتونخوا کښې د صوبائي وزیر شکیل احمد مستعفي کیدو او د هغه ډې نوټیفائی کولو سره سم سياسي اختلافات نور سيوا شويدي ۔
یو خوا شیر افضل مروت د وزیراعلیٰ ملاتړ کړې، نو بلخوا وزیراعلیٰ د هغوي په پارټۍ کښې واپسۍ لپاره هم لوئې کردار ادا کړېدې ۔
ذرائعو وئيلي چې د پي ټي آئي خېبرپښتونخوا دننه اختلافاتو لوجې د صوبې اهم چارې هم په ټپو اودريدلي دي او د ملاتړ لپاره ميدان کښې موجود د کابينې غړي هم صرف د پارټي سياسي معاملاتو کښې بوښت په نظر راځي ،ولې د صوبې خلق ئې دغه شان پريښودې دي ۔
ذرائعو مطابق خيبر پښتونخوا کښې د پي ټي آئي اندروني اختلافاتو معامله دې حد ته رسيدلې چې د اسلام آباد کے پي هاؤس کښې هم مستعفي شوې وزير شکيل احمد او دهغه ملګرتيار کونکي او وزیر اعلیٰ سره اختلاف لرونکي بعضې نور سينئر اراکين ( عاطف خان او جنيد اکبر ) هم کے پي هاؤس کښې اجلاس کړې دې ۔
ذرائعو وئيلي چې دغه رهنما اډياله جيل کښې باني پي ټي آئي سره ملاقات کول غواړي او هغه د صوبې د ټولو معاملاتو نه خبرول غواړي ۔
بلخوا ذرائعو دا هم وئيلي چې باني پي ټي آئي وزیر اعلیٰ پشمول د خيبرپښتونخوا ټولو پارټۍ مشرانو باندې زور راوړي چې خپل مينځي اختلافات دې ختم کړې او د صوبې او خلقو مسائلو باندې دې توجه ورکړي ۔
د باني پي ټي آئي د هداياتو نه هم دا خبره په ډاګه کيږي چې خيبر پښتونخوا کښې د پي ټي آئي قيادت ترمينځ اختلافات ډېر زيات شويدي ۔