د سائفر کيس کښې مهم پرمختګ،وفاقي حکومت د پي ټي آئي چيئرمين او وائس چيئرمين شاه محمود قريشي خلاف ټرائل جيل کښې کولو منظوري ورکړې، وفاقي نګران کابينې د سرکوليشن د لارې سمري منظوره کړې، سمرې مطابق داخله وزارت او جج ابو الحسنات محمد ذوالقرنين د سيکيورټي انديښنو لوجي سائفر کيس ټرائل جيل کښې کولو سفارش کړې وو، دواړو خلاف به سائفر کيس سماعت صباله اډياله جيل کښې کولې شي.
نګران وفاقي کابيني د جيل ټرائل لپاره قانون وزارت سمري منظوره ولو سره د سائفر کيس کښې پي ټي آئي چيئرمين او شاه محمود قريشي خلاف جيل ټرائل منظوري ورکړېده
سمرې مطابق د سائفر کيس ټرائل جيل کښې کولو فيصله د سيکيورټي انديښنو لوجې کړې شوېده، وزارت قانون په نهه ويشتم اګست د جيل ټرائل لپاره اين او سي جاري کړې وه
داخله وزارت او د کيس سماعت کونکې جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنين د پي ټي آئي چيئرمين ته ورپيښ سيکيورټي انديښنو لوجي جيل کښې ټرائل کولو سفارش کړې وو، سمرې سره د اسپيشل برانچ تهريټ رپورټ او د جج سفارش کاپې هم منسلک کړې شوېده
پي ټي آئي چيئرمين او شاه محمود قريشي خلاف به د سائفر کيس سماعت صباله اډياله جيل کښې کولې شې، د پي ټي آئي چيئرمين اوپن کورټ لپاره درخواست اسلام آباد هائي کورټ کښې زير التوا دې#