د امريکي صدر جوبائيډن وئيلي دي چي د انساني همدردۍ په بنياد باندي اسرائيل ته غزه کښې جنګ په عارضي توګه بندول پکار دي بلخوا روس اعلان کړے دے چي اسرائيل ته دفاع حيث حق نيشته ولي هغوي قابض دي.
د مشرقي وسطي خبر رسا اداري ترمخه امريکي صدر اسرائيل کښي د جنګ بندۍ مطالبه کړې ده ،يوي دستوري ته وينا کښي د امريکي صدر وئيلي دي چي په جنګ کښې د عارضي وقفي ضرورت دے دغه وقفه کښې په غزه کښي موجود د ټولو امريکي وګړو انخلا غواړو ۔ ياده دي وي چي وائټ هاوس دي نه وړاندي دا موقف وو چي مونږ اسرائيل ته هدايت نه ورکو چي فوځي آپريشن څنګه کول پکار دي مونږ به د اسرائيل حمايت جاري ساتو ۔ بلخوا د غير ملکي خبر رسا ايجنسي تر مخه روس لخوا واضح شوي ده چي اقوام متحده ته دا حق حاصل نه دے چي اسرائيل ته په غزه کښې د زمکني کاروائي مينډيټ ورکړي، روس لخوا د اسرائيل او فلسطين جنګ بحران خطه کښي د خوريدو باندي قابو موندولو لپاره زور راوړے شوے دے