متحده عرب امارات کښې جاري د آئي سي سي ويمن ټي ټوينټي ورلډ کپ اهم ميچ کښې پاکستاني ټيم ته ماتې خوړلې چې لوجې ئې د ايونټ د سيمي فائنل د زغل نه بهر شويدې ۔
نيوزي لينډ دغه اهم ميچ ګټلې او د ايونټ سيمي فائنل لپاره ئې کواليفائي کړې ده ۔
دبئي سټيډيم کښې لوبيدلې دغه ميچ کښې نيوزي لينډ ټاس ګټلې وو او مقرره شل اوورونو کښې ئې اووه وکټو په زيان يو سل لس رنز جوړ کړې وو۔
پاکستان د يو سل يوولس رنز هدف په تعاقب کښې په دولسم اوور کښې صرف په شپږ پنځوس رنز آؤت شوې او اهم ميچ ئې بيللې دې چې لوجې قامي ټيم د ايونټ نه بهر شويدې ۔
دغه ميچ ګټلو سره نيوزي لينډ د ايونټ سيني فائنل ته رسيدلې دې ،دې نه وړاندې د آسټريليا ټيم هم سيمي فائنل ته رسيدلې دې ۔