د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي وئيلي دي چې صوبائي حکومت به په صوبه کښې هیڅ فوجي آپريشن اجازت ورنکړو،فوجي آپريشن د يوې مسئلې حل هم نۀ دې،یو فرد یا اداره په زور زبردستۍ صوبه کښې خپله فيصله نۀ شي مسلط کولې ۔
پیښورکښې د صوبائي کابینې غونډې ته په وینا کښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په اووئیل چې په صوبائي اسمبلۍ کښې د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو او د هر مکتب فکر د استازو څخه جوړه شوې لویه امن جرګه جوړه شوې وه، چې پکښې په متفقه توګه پنځلس نکاتي ايجنډا منظوره شوې وه ۔
سهیل آفریدي مخکښې اووئیل چې د پنځلس نکاتي ايجنډې دا واضځه کړې وه چې فوجي آريشن د يوې مسئلې هم ځل نۀ دې ۔
هغه اووئيل چې د خېبر پښتونخوا حکومت هم واضحه موقف لري چې فوجي آپريشن د ستونزو حل نۀ دې ۔
سهيل آفريد وينا وه چې بند کمرو کښې شوې فيصلې په صوبه مسلط شوې نو ټول سټيک هولډرز کښې به تشويش خوريدو سبب جوړ شي، يو کس يا اداره په زور زبردستۍ خپلې فيصلې په صوبه نۀ شي مسلط کولې، د زور زبردستۍ فيصلې به هاغه نتائج نه ورکوي کوم چې فيصله کونکي غواړي ۔
وزیراعلیٰ اووئيل چې امن قائمولو د خيبر پښتونخوا او ټول پاکستان مشترکه ضرورت دې، پائيدار او مستقل امن لپاره جامع او اوږد مهاله پاليسۍ سخت ضرورت دې ، پائيدار امن لپاره ټولو ادارو، سياسي او مذهبي ګوندونو او قبائلي مشرانو جامع پاليسي هم ډيره ضروري ده ۔
هغه زياته کړې چې ټول فريقين دې يوځائې کښيني، نو مؤثره پاليسي به وجړه شي، د بندو کمرو فيصلو سره امن نشي په ځائې کيدې، او نۀ به داسې حال کښې بيا د اولس اعتماد قائميديشي ۔
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهيل آفريدي مخکښې وئيلي دي چې صوبائي حکومت به چرې هم د فوجي آپريشن اجازت ورنکړي ۔

