وفاقي وزيرخزانه محمد اورنګزيب وئيلي چې موسمياتي بدلون اوس کتابي خبره نه ده پاتي بلکه د څۀ مودے نه ئې اثرات زمونږ په ملک کښې ښکاره په نظر راځي،وائي چې مونږ اوس فيصله کړي چې په هنګامي صورتحال کښې به فوري امداد نه غواړو بلکه کوشش به کوؤ چې وړومبے پخپله د متاثرينو امداد اوکړو،بلخوا د نجکارۍ وفاقي وزير محمد علي وئيلي چې زمونږ ملک په کومه طريقه روان دے،نور په دے طريقه تګ ممکن نه دے،را روان دور د ارټيفيشل اينټيلجنس دے ۔
پيښور: دا خبرې دوانړو وفاقي وزيرانو پيښور کښې بزنس سمټ ته د خطاب په موقع کړي دي ۔
د وزيرخزانه محمد اورنګزيب وينا وه چې د ملک په معاشي پاليسيانو کښې په اصلاحاتو راوستلو کار راوان دے،اوس به ايف بي آر د ټيکس پاليسۍ سره کار نه ساتي بلکه صرف د ټيکس راغونډولو سره به ئې کار وي ۔
وفاقي وزير اووئيل چې اوس به راروان بجټ هم د ټيکس پاليسۍ دفتر جوړوي،کوم چې به مستحکم او جامع بجټ وي ۔
وزيرخزانه زياته کړي چې مونږ څۀ د پاسه څلور کهربه روپۍ ترقياتي بجټ کيښودے دے،دا پيسے چې په ترقياتي منصوبو باندې اولګي نو حکومت ته به ترې ټيکس هم په لاسو ورشي،وائي چې ملک ترقي هله کوي کله چې خلک ټيکس ورکول شورو کړي ۔
وزيرخزانه دا هم وئيلي چې پرائيويټ سيکټر ډير اهم دے،په يو ملک کښې هله معاشي استحکام راتلے شي کله چې پبلک او پرائيويټ دوانړو شعبو کې هم اهنګي وي،وائي چي مونږ هم په دے برخه کښې د ټيکس اصلاحاتو راوستو په شکل کښې پوره پرمختګ کړےدے ۔
پيښور بزنس سمټ ته د نجکارۍ وزير محمد علي هم خطاب کړے،وئيلي ئي دي چې کۀ ملک د ترقۍ په لور بوتلل وي نو د شفافيت سره به د نجکارۍ عمل ته هم دوام ورکول وي، تر کومې به حکومت په سبسډيز باندې ادارے چلوي ۔