د خېبر نيټ ورک وائس چيئرمين ايئر مارشل خدائے بخښلي شاهد حامد راجه وړومبې تلين نمانځلې شوې، ايئر مارشل شاهد حامد راجه تير کال دجون مياشت په اته ويشتمه نيټه فاني دنيا نه سترګې پټې کړې وې،خدائے بخښلي د پاکستان الټرنيټيو انرجي بورډ مشر وو او د متبادل توانائۍ شعبه کښې د خدماتو په بدل ورته د حکومت پاکستان لخوا صدارتي ايوارډ هم ميلاؤ شوې وو.
د خېبر نيټ ورک وائس چيئرمين ايئر مارشل خدائے بخښلي شاهد حامد راجه وړومبې تلين نمانځلې شوې تلين کښې د خدائے بخښلي خپل خپلوانو او نور متعلقينو ګنړ شمير کښې ګډون کړې دې په دې موقع د خدائے بخښلي شاهد حامد راجه ايصال ثواب لپاره دعا او قرآن خواني هم شويده.
مرحوم ايئر مارشل ريټائرډ شاهد حامد راجه د خېبر نيټ ورک چيف ايګزيکټيو آفيسر کامران حامد راجه او د خېبر نيټ ورک چيف آپريټنګ آفيسر جواد حامد راجه مشر ورور وو مرحوم ايئر مارشل ريټائرډ شاهد حامد راجه تير کال د جون مياشتې په اته ويشتمه نيټه پنځه اوويا کالو عمر کښې د فاني دنيا نه سترګې پټې کړې وې.