پاکستان کښې د ترهه ګرۍ حملو لپاره د افغانستان خاوره استعماليدو نور ثبوتونه په ډاګه شويدي ۔
د خېبر ضلعې تيراه وادۍ کښې د افغانستان نه دراندازۍ دوران نيولي شوي افغاني وګړي عبدالله انکشافات کړېدي ۔
عبدالله وئيلي چې هغه ته د پاکستان په مختلف سيمو د حملو لپاره ننګرهار کښې ټريننګ ورکړې شوې وو ۔
خپل يو ويډيو بيان کښې عبدالله وئيلي چې څلورديرش ترهه ګرو باندې مشتمل ډلې د حملو لپاره پاکستان ته داخليدو کوشش کولو ولې د ستاره بانډه په مقام د پاکستان سيکيورټي اهلکارو آپريشن دوران د هغه پنځلس ملګري وژلي شوي وو او نور کمانډران تښيدلي وو چې د هغې وروستو د سيکيورټي فورسز په وړاندې سلامي شوې ووم ۔
هغه وئيلي چې پاکستان کېښ د ترهه ګرۍ حملو لپاره مونږ سره لوئې مقدار کښې چاوديدونکي مواد موجود وو۔
عبدالله مخکښې وئيلي چې پاکستان کښې د ترهه ګرو حملې لپاره څلور ديرش ترهه ګر وو ، چې پکښې د نصب شوې بمونو ډزولو پوهان همم شامل وو۔
د عبدالله دغه انکشافاتو سره دا خبره هم په ډاګه شوې چې د افغانستان خاوره پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو لپاره استعماليږي ۔
دغه انکشافاتو نه دا خبره هم په ډاګه کيږي چې پاکستان خلاف افغانستان خاوره استعماليږې ولې افغان عبوري حکومت پرې سترګې پټې کړېدي ۔