ايران د آبنائے هرمُز نه د تيلو جهازونه تيريدو اجازت ورکړېدې، د ايران نائب وزيرخارجه سعيدخطيب زاده وئيلي چې د امريکي بحري جهازونه هم آبنائے هرمُز نه تيريدې شي، کۀ چرې هغوي د دښمنۍ مظاهره اونۀ کړي، خطيب زاده دا هم وئيلي چې تکنيکي وجوهاتو لوجې بحري جهازونو لپاره ضروري ده چې هغوي د ايراني افواج سره رابطه کښې اوسي،بلخواپاسدران انقلاب د آبنائے هرمُز نه تيريدونکي جهازونو له مشوره ورکړې وه چې بحري حفاظت اصولو باندې دې عمل يقيني کړي ۔
تهران: ايراني ميډيا سره خبرو کښې د ايران نائب وزيرخارجه خطيب زاده وئيلي چې آبنائے هرمز کولاو دي ، ولې څه تکنيکي وجوهاتو لوجې بحري جهازونو لپاره ضروري ده چې هغوي د ايراني افواج سره رابطه کښې اوسي ۔
د ايران نائب وزير خارجه وينا وه چې آبنائے هرمز کښي موجود خپلې محفوظې لارو په ذريعه به د دوي سفر محفوظ جوړول يقيني کولې شي ۔
دې نه وړاندي د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په ايران سختې نيوکې کړې وې، وئيلي وو چې ايران د آبنائے هرمز په ذريعه د تيلو سپلائۍ معامله کښې خراب کار کوي ، هاغه معاهده نۀ ده، کومه چې زمونږ ترمينځ شوې وه ۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د ايران سرکاري ميډيا هم دې حوالے سره بيان جاري کړې وو چې پکښې پاسدران انقلاب د آبنائے هرمز نه تيريدونکي جهازونو له مشوره ورکړې وه چې بحري حفاظت اصولو باندې دې عمل اوکړې شي،د سمندري بارودي سرنګونو څخه محفوظ پاتې کيدو لپاره متبادل لاره اختيار کړې شي ۔

