شام کښې د امريکې او شامي فوج مشترکه ګشت دوران ډزې شوي چې پکښې دوه امريکائي فوجيانو پشمول درې کسان مړۀ شوي او درې نور ژوبل شويدي، د امريکې سينټرل کمانډ چارواکو وئيلي چې ډزې د داعش ډلې يو ترهه ګر کړي، څوک چې په جوابي کاروائۍ کښې وژلې شويدې ۔
دمشق: خبري ادارو مطابق د امريکې سينټرل کمانډ چارواکو وئيلي چې د شام قديم ښار پالميرا کښې د امريکې او شامي فوج مشترکه ګشت دوران د داعش ډلې يو ترهه ګر ډزې کړېدي ۔
د سينټرل کمانډ چارواکو مطابق ډزو کښې د امريکې دوه فوجيانو پشمول درې کسان مړۀ شوي او درې فوجيان سخت ژوبل شويدي ۔
د شام خبري ادارې خپل رپورټ کښې وئيلي چې ډزو کښې ککړ ترهه ګر د مشترکه فوج جوابي کاروائۍ کښې وژلې شوې،ولې تردې دمه دا نۀ ده معلومه شوې چې داعش ډلې دا ډزې ولې کړېدي ۔

