ډيره اسماعيل خان کښې د امن کميټۍ مشر وحيد عرف جګري محسود په کور کښې د وادۀ دستورې په موقع بمي چاودنه شوې، چې پکښې درې کسان پحق رسيدلي، او نور اووۀ کسان ژوبل شوي دي ۔
ډي آئي خان: پوليس وينا مطابق بمي چاودنه هاغه مهال شوې چې کله د ټهيکدار يونين صدر نور حسن محسود د ورارۀ او سراج نومي کس د لور وادۀ دستوره جاري وه ۔
دستورې پرمهال د امن کميټۍ مشر وحيد عرف جګري او نورو کسانو کلتوري اتڼ کولو چې دوران يوې کمره کښې زورداره بمه چاودنه اوشوه ۔
پوليس تصديق کړې چې بمي چاودنه کښې د امن کميټۍ کمانډر وحيد عرف جګري محسود پشمول درې کسان پحق رسيدلي او نور اووۀ کسان سخت ژوبل شويدي ۔
پوليس سرچينو ترمخه چاودنې لوجې د دغه کور کمره هم راپريوتې وه چې لوجې ئې امدادي هلو ځلو کښې مشکلات رامخې ته وو ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې چاودنه کښې د امن کميټۍ مشر په نښه کړې شوې وو ۔
د يادونې وړ ده چې جګري محسود تير وخت کښې د حکيم الله محسود نيزدې ملګرې وو، او بيا ئې حکيم الله محسود پريښودو نه پس ډي آئي خان کېښ خپل دفتر کولاؤ کړې وو ، کوم چې ډېر وخت راهسې فعاله وو ۔

