خيبر پښتونخوا مختلفو ځايونو کښې سيکيورټي فورسز سره نښته کښې ديارلس ترهګر وژلې شوې دي ،کاروائيانې بنو ، باجوړ ، او ډيره اسماعيل خان ، خيبر او جنوبي وزيرستان کښې شوې دي ۔
د پاک فوج ترجمانې ادارې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخؤا مختلفو ضلعو کښې ترهه ګر خلاف کاميابې کاروائيانې کړيدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې باجوړ ضلع کښې په خفيه اطلاعاتو کاروائۍ دوران بهارتي حمايت يافته پينځه ترهه ګر وژلې شوېدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق بنو او ډيره اسماعيل خان کښې هم په خفيه اطلاع بيلا بيلو کاروائيانو کښې درې ترهه ګر وژلې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې خېبر او جنوبي وزيرستان دوه ضلعو کښې مختلفو کاروائيانو کښې پينځه ترهه ګر وژلي شوي دي ،۔
ترجمان دا هم وئيلي چې کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره د ډزو سختو تبادله هم شوې ،آپريشن په وخت د ترهه ګرو ټهکانې په غوره انداز کښې په نښه کړې شوي او ترهه ګرو د ولقې نه په لوئې مقدار کښې وسله او ګوله بارود برآمد شويدي ۔

