د اقوام متحده سلامتي کونسل د نړيوال امن په حواله د پاکستان قرارداد منظور کړېدې، دغه قرارداد خارجه وزير اسحاق ډار وړاندې کړې وو،په دې موقع خپله وينا کښې اسحاق ډار د پاکستاني قرارداد د منظورې ستائنه کړې او وئيلي دي چې پاکستان د متحده قامونو چارټر آف ډيمانډ باندې عمل درآمد لپاره پرعزم دې،او دا چې پاکستان ټوله نړۍ کښې د امن خواهش منددې،بلخوا سيکريټري جنرل انتونيو ګوتيرس نړيوال امن لپار د پاکستان کوششونه ستائلي دي ۔
د اقوامِ متحده سلامتي کونسل کښې نړيوالو شخړو په حواله مباحثه شوې ،د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د دغه مباحثې مشري کړېده، په دې موقع اسحاق ډار نړيوال امن په حواله قرارداد هم وړاندې کړېدې ۔
سلامتي کونسل د نړۍ د شخړو او امن و امان قيام په حواله د پاکستان د قرارداد منظوري ورکړې ده ۔
په دې موقع خپله وينا خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې نړيوال امن په حواله د پاکستان د قرارداد منظوري د خوشحالۍ خبره ده ،پاکستان د متحده قامونو چارټر آف ډيمانډ باندې عمل درآمد لپاره پرعزم دې ۔
نائب وزيراعظم اووئيل چې بهارت پاکستان اوبۀ د هتهيار په توګه استعمالوي، د سلامتي کونسل مباحثه د ڼريوالو شخړو حال کولو عکاسي کوي ۔
بلخوا د متحده قامونو سيکريټړي جنرل انتونيو ګوتيرس نړيوال امن لپاره د پاکستان کوششونه ستائلي، او وئيلي دي چې د غزه او يوکرين مسئلې زر حل کول پکار دي ۔
سيکريټري جنرل ګيله اوکړه چې د اقوام متحده ايجنسو ته د امداد رسائۍ لپاره سازګار ماحول نۀ ميلاويږي، او وې وئيل چې نړيوال قوانين باندې عمل درآمد نۀ کولو سره تنازعات نور سيوا کيږي ۔