د لندن په لارډز کرکټ ګراونډ د پي ايس ايل روډ شو ترسره شوې،په دې موقع د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي،د قامي ټيم پخواني لوبغاړو وسيم اکرم او رميز راجه وئيلي دي چې پي ايس ايل ايونټس د لارې پاکستان کښې کرکټ او مقامي ټيلنټ ته موقعې ملاؤيږي،د محسن نقوي وينا وه چې پي ايس ايل به د نړۍ نمبر ون ليګ جوړولې شي ۔
د پاکستان سپر ليګ يوولسم ايډيشن نه وړاندې د لندن تاريخي کرکټ ګراؤنډ لارډز کښې روډ شو ترسره شوې، چې پکېښ د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي او د قامي ټيم موجوده او پخواني نامتو لوبغاړو شرکت کړېدې ۔
روډ شو کښې سندرغاړي علي ظفر پشمول نړيوال سرمايه کارو او کمرشل پارټنرانو هم ګډون کړېدې ۔
په دې موقع خپله وينا کښې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي وئيلي چې پي ايس ايل به د نړيوال کرکټ يو اهم ترين کرکټ ليګ جوړولې شي ۔
محسن نقوي اووئيل چې مونږ د زړۀ د اخلاص نه د پي ايس ايل لوبغارو باندې سرمايه کاري کوؤ او دې سرمايه کارۍ نه د پي ايس ايل ټولو لوبغاړو ته ډيره زياته فائده ميلاويږي ۔
محسن نقوي اسلام آباد او مظفر آباد کښې کرکټ ميدانونه جوړولو اعلان هم کړې او وئيلي دي چې پي ايس ايل دوران به هر هفته کښې ميوزيکل کانسرټس هم کولې شي ۔
د قامي ټيم سټار بېټر بابراعظم، صاحبزاده فرحان، پخواني لوبغاړو وسيم اکرم، رميز راجه او نورو اووئيل چې غير ملکي لوبغاړو موجودګۍ کښې پي ايس ايل کښې لوبې سره مونږ ډيره زده کړه کړېده ۔

