سه فريقي ټي ټوينټي سيريز فائنل به سبا د پاکستان او سري لنکا ترمينځ لوبيږي، فائنل به ماښام شپږ بجې پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيږي، فائنل ميچ نه وړاندې دواړو ټيمونو د بولنګ، بيټنګ او فيلډنګ پريکټس هم کړېدې ۔
پنډۍ: د سه فريقي ټي ټوينټي سيريز فائنل ميچ به سبا پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې د قامي ټيم او سري لنکا ترمينځ لوبيږي ۔
ميچ به ماښام شپږ بجې شروع کيږي، فائنل لپاره دواړونو ټيمونو دغه سټيډيم کښې بهر پور پريکټس هم کړېدې ۔
تيره ورځ آخري ګروپ ميچ کښې سري لنکا په شپږ رنز پاکستان ته شکست ورکړې وو او د ايونټ فائنل ته ئې کواليفائي کړې ۔
پاکستان دې نه وړاندې خپل درې واړۀ ګروپ ميچونه ګټلي وو او فائنل ته ئې کواليفائي کړې وه، سه فريقي سيريز کښې شامل دريم ټيم زمبابوے د ايونټ نه بهر شويده ۔

