اسلام آباد :وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې د ملک سياسي او معاشي صورتحال پشمول مختلفو نورو مهمو معاملو باندې غور شويدې۔
وفاقي کابينې د دوه زره پنځه ويشتم لپاره د حج پاليسۍ منظوري ورکړې، چې ترمخه به ئې راتلونکي کال کښې پاکستان نه يو لک، نهه اوويا زره ،دوه سوه ،لس عازمين د حج فريضه ادا کوي ۔
پاليسۍ مطابق سرکاري حج باندې به لس لکه،پنځه شپيته زره نه تر لس لکه ،پنځه اوويا زره پورې اخراجات راځي ۔
پاليسۍ ترمخه حج کوټه به د سرکاري او پرائيويټ حج سکيم کښې پنځوس فيصده تناسب سره تقسيمولې شي ،حج پاليسۍ کښې سپانسر شپ سکيم منظوري هم ورکړې شوې ده ۔
د زيات نه زيات ورځو حج به اته ديرش نه تر دوه څلويښټ ورځو پورې او کم نه کم ورځو حج به شل نه تر پنځه ويشت ورځو پورې وي ۔
د عازمين حج لپاره د سعودي حکومت نه منظور شده ويکسين لازمي ګرځولې شويدي ۔