د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي دي چې د ملک معيشت ښه شوې دې، ګرانۍ کښې هم واضحه کمې راغلې دې ، ملک په خيرات نه چليږي ، د ملک چلولو لپاره ټيکس ورکول ضروري دي ۔
د پنجاب ښار کماليه کښې زميندارو او نور سټيک هولډرز سره د خبرو اترو دوران د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلې دي شرح سود کښې هم واضحه کمي راغلي ، مونږ ته به د پائيدار معاشي استحکام اړخ ته تلل پکار وي ۔
د وفاقي وزير وينا وه چې خيرات باندې تعليمي ادارې او هسپتالونه چليږي ، او ملک په ټيکس چليږې ، پکار ده چې هر تن د خپلې برخې ذمه وارۍ تر سره کړي ۔
هغه د اهم وئيلي چې ګرانۍ شرح کمه شوې ده ، افراط زر پنځۀ فيصد ته رسيدلې ،کوشش دې چې شرح سود سنګل ډېجيټ ته راکوز کړو ۔