د ضلع خېبر باړه تحصيل او پېښور حيات آباد سره نيزدي وسله والوناکه بندۍ لګولي،چې ورسره د مقامي خلقو په زړونو کښې سخته ويره ترهه خوره شوې، دې حوالې سره ويډيو وائرل کيدو نه پس مقامي پوليس د وسله خلاف کاروائي شروع کړې، پوليس د وسله والو ګرفتارولو لپاره په لويه پمانه آپريشن شروع کړې، او ځائې په ځائې سيکيورټي ناکه بندۍ لګولې دي ۔
د ضلع خېبر باړه متنو په لويه لاره وسله والو په متنو روډ په دوه مختلفو ځايونو کښې ناکه بنديانې کړي، دغه ناکه بنديانې حيات آباد سره نزدي په ډيره لږه فاصله کښې وې ۔
د وسله والو موجودګۍ سره مقامي خلق يو وارې بيا په سخته ويره کښې پريوتي دي او وئيلي دي چې وسله والو سره هر قسمه وسله موجوده وه ۔
ځائي خلقو وئيلي چې پوليس او سيکورټي ادارې بائد سيمه کښې د وسله والو خلاف کاروائيانې اوکړي چې دغه شان باړه کښي حالات خرابۍ او بد امنۍ نه بچ کړې شي ۔
ويډيو وائرل کيدو نه پس مقامي پوليس د ناکه بنديانو ځائې ته رسيدلي دي او د وسله خلاف ئې سيمه کښې سرچ آپريشن شروع کړې دې او د وسله والو ګرفتارۍ لپاره ئې ځائې په ځائې ناکه بنديانې هم شروع کړيدي ۔

