هنګو کښې د قاضي تالاب چیک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله کښې درې پولیس اهلکار شهیدان شويدي، د پوليس جوابي کاروائۍ کښې يو حمله کونکې ترهه ګر هم وژلې شويدې ۔
د هنګو د ښار تهانه سټي شاهو سړک د قاضي تالاب سیمه کښې پولیس چیک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله کړې ده، پولیس وینا مطابق چې دغه نښته دوه ګهنټې روانه وه چې کومې کښې درې پولیس اهلکار شهیدان شويدي ۔
پوليس وئيلي چې جوابي کاروائۍ کښې يو ترهه ګر هم وژلې شويدي، ډي پي او خانزیب مهند وئیلي دي چې چیک پوسټ پوليس اهلکارانو بهادرۍ سره د ترهه ګرو مقابله کړې او حمله ئې ناکامه کړېده ۔
د پېښې وروستو په سیمه کښې سرچ اينډ سټرائيک آپرېشن هم شوې او په ټولو حساسو سیمو کښې سکیورټي نوره هم سخته کړې شويده ۔
پولیس وینا مطابق چې د شپي تياري نه ترهه ګرو فائده اخستې او ترهه ګرو د خپلو ملګرو مړي او ژوبل کسان ځان سره تښتولي دي ۔
ډي پي او زیاته کړې چې پولیس ځوانان د سیمې کښې امن برقرار ساتلو لپاره پر عزم دي او ملک او قام لپاره هر قسمه قربانۍ ورکولو ته تيار دي ۔

