چيئرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو زرداري انکشاف کړې چې افغانستان کښې د طالبانو اقتدار ترلاسه کوؤلو وروستو پاکستان کښې څلويښت فيصده ترهه ګري سيوا شويده، هغۀ په افغان حکومت غږ کړې چې خپله خاوره د بل هيواد خلاف د ترهه ګرۍ استعمال لپاره ورنکړي ۔
اسلام آباد: دا څرګندونې د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري سرښار کښې يوې دستورې ته خپله وينا پر مهال کړې دي ۔
د هغۀ وينا وه چې تسليميدل د پاکستان په ډکشنرې کښې نيشته، عالمي برادري دې ترهه ګرې خلاف جنګ کښې د پاکستان سره تعاون اوکړي ۔
بلاول وئيلي دي چې تير دوه لسيز راهسې پاکستان آرمي د ترهه ګرې خلاف موثر کردار ادا کړې، د آپريشن ردالفساد او ضرب عضب د لارې مو د ترهه ګرې ملا ماته کړې ۔
هغۀ اووئيل چې افغانستان کښې د طالبانو واک ترلاسه کوؤلو وروستو پاکستان کښې څلويښت فيصد ترهه ګري سيوا شوې، افغان حکومت دې دوحه لوظنامې مکمل پاسداري اوکړي ۔